IQNA

د اسلامی پارلیمانونو  اتحادئې د فلسطین دملت له حقوقو بشپړ ملاتړ وکړ

10:46 - May 17, 2025
د خبر لمبر: 3491125
ایکنا – د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د اتحادئې د مشرانو د پنځه ویشتمې غونډې په پایزې اعلامیې کې په غزې کې پر سملاسی اوربند،ددغې سیمې د کلابندۍ پر ختمیدا او د فلسطین  دملت له حقوقو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د تمپو له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د  پارلیمانونو نولسم کنفرانس(PUIC) د انډونیشیا په پلازمینې جکارتا کې پاي ته ورسید.

په دغې اعلامیې کې چې د جکارتا اعلامیې په نامې سره  صادره شوه، پر اسلامی هیوادونو غږ شوی دی،اسرائيلي نیواکګر رژيم  دې بایکاټ کړي.

په دغې اعلامیې کې  د غزې د مظلوم ولس په ضد داسرائيلي پوځي یرغلونو د بشپړ دریدا او دغه راز د فلسطین د  خپلواکۍ د بشپړ ملاتړ غوښته هم شوې.

 ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې ټول غړي  هیوادونو نمایندګان  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  د غړو هیوادونو د  پارلیماني اساسنامو کې  ذکر شوو موخوته خپلې ژمنتیاوې  څرګندې کړې . دوي دغه راز نړیوالو حقوقو او دملګروملتو منشور او د اسلامی ملګرتیا موسسې  د منشور، اصولو او موخو ته  خپل احترام هم وښود.  

د جکارتا اعلامیه  د فلسطین پر موضوع سربیره؛ د (PUIC)   غړو څخه هم وغوښتل څو د رحمةاللعالمین په توګه په اسلامی تعلیماتو کې  د موجودو ارزښتونو په بیلګه ګرځولو سره  د دینونو او کلتورونو ترمنیځ دخبرواترو د دودیدا  او د درست بشریت د حقوقو او کرامت د ساتنې هڅه وکړی او له اسلام ضده بهیرونو له نورو د ویرونې له پروسو ، بې صبرئ او د توپیر له ټولو بڼو سره دې مبارزه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4282740

captcha